ژبه

چارواکي : په کندهار کې ٢٠ وسله وال وژل شوي

کندهار، مزار شريف (پژواک، ١٨ کب ٩٥): چارواکي وايي چې په کندهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د کب په ١٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا هوايي بريد نن د  نېش او  خاکرېز ولسواليو ترمنځ د لام په سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې په دې بريد کې ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي چې د نېش ولسوالۍ د جګړې لپاره يې تيارى نيوه.

په نېش ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهيسې جګړه روانه ده چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنيه قوماندانۍ وياند وايي چې په نېش ولسوالۍ کې عمليات په برياليتوب سره روان دي او د وسله والو مخالفينو د پرمختګونو ادعاوې يې رد کړې.

دراني دغه راز وويل چې نن سهار د کندهار ښار په څلورمه ناحيه کې د وسله والو په يوه بريد کې يو پوليس وژل شوى او بل تن يې ټپي دى.

بلخوا ددې ولايت يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې په خاکرېز ولسوالۍ کې د پوليسو د يوه افسر په کور کې ماشومانو پر لاسي بم لوبې کولې چې پرې چاودېدلى دى.

سرچينې وويل چې په دې چاودنه کې درې ماشومان ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې د بلخ ولايت پوليسو په بېلا بېلو عملياتو کې لس مجرمين نيولي دي.

د بلخ امنيه قوماندان سيدکمال سادات په يوه خبري غونډه کې وويل چې پنځه تنه يې د موټر تښتونو په تور نيولي دي.

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې يو شمېر موټر تښتوونکي له زندانه خوشې شوي چې اوس يې بيا پر دغه جرم لاس پورې کړى دى.

دغه راز سادات وويل چې درې تنه نور يې د لارو شکونو او نورو جرمونو په تور نيولي دي.

دى وايي چې په چهاربولک ولسوالۍ کې يې يوتن د تښتوونکو له منګولو ژغولى، خو په تور يې څوک نه دى نيولى.

ورته موضوع