Language

سلګونو لاریون کوونکو د سپین بولدک لارې د پرانیستلو غوښتنه وکړه

کندهار (پژواک، ٢٤ کب ٩٥): په کندهار کې د سپین بولدک سلګونو اوسېدونکو د پاکستان د هغه اقدام پر ضد چې په پرله پسې توګه یې لارې بندې ساتلي، لاریون وکړ او د لارو د ژر خلاصېدو غوښتنه یې وکړه.

لاریون کوونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او له افغانستان سره د لارو بندول یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل باله.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لاریون د سپین بولدک د خلکو له خوا شوی وو او امنیتي ځواکونو یې امنیت ټینګ کړی و.

هغه زیاته کړه، د لارې بندېدو د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی او درانه زیانونه یې ورته اړولي، نو ځکه هغوی اړ شول چې لاریون وکړي.

دی وايي د افغانستان د بهرنیو چارو ریاست د سپين بولدک او تورخم د لارو د خلاصولو په موخه ډيپلوماټيکې هڅې کړي، خو تر اوسه یې مثبتې پایلې نه دي درلودلي.

دا چې سپین بولدک ولسوالي ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده، نه یواځې د تګ راتګ مهم لاره ده، بلکې د کاروبار لوی مرکز هم دی.

په دې ولسوالۍ کې نه یواځې د سپین بولدک ځايي اوسېدونکي په کاروبار بوخت دي، بلکې د کرښې له هغې غاړې چمن ښار څخه هم هره ورځ له ۱۰ تر ۱۲ زره کسان دغلته د کاروبار لپاره راتلل، چې د لارې د بندېدو له امله یې سوداګري او راکړه ورکړه په ټپه درېدلې ده.

عبدالشکور چې د سپین بولدک په بازار کې د موټرو د پېر او پلور شرکت لري او په لاریون کې یې برخه اخیستې وه، پژواک اژانس ته وویل، د پاکستان له خوا د لارې د مسلسل بند ساتلو خلک دې ته اړ کړل چې د هغوی د دغه اقدام پر ضد لاریون وکړي.

هغه زیاته کړه، دغه لار تر دې مخکې هم پاکستان په یوه او بله بهانه تړلې، خو دا لومړی ځل چې د دومره اوږد وخت لپاره تړل کېږي.

دی وايي، دغه حالت نور د خلکو حوصلې ختمې کړي او مجبور شول چې لاریون وکړي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې له پاکستاني چارواکو سره د لارې پر سر پرېکنده او جدي خبرې وکړي، ځکه د لارې د بندېدو له امله خلک هره ورځ درانه زیانونه وړي.

د لاریون یوه بل ګډونوال عبدالنافع هم پژواک اژانس ته وویل چې د لارې د بندېدو له امله هومره افغان سوداګرو ته زیان نه اوړي، څومره چې د کرښې د هغې غاړې سوداګرو ته اوړي.

login or register a new account.

Related Topics