ګردېز(پژواک،٢٥کب٩٥): پکـتيا کې د حزب اسلامي ځينو غړو د حکومت او دې حزب ترمنځ د شوي هوکړه ليک د موادو پر پلي کېدو ټينګار وکړ.
پکـتيا کې د حـزب اسلامي غړو، د ښځو شبکې مسوولينو او د ولايتي شورا ځينوغړو دکب په ٢٥مه ديوې خبري غونډې په ترڅ کې له دولت څخه غوښتنه وکړه چې له يادې ډلې سره د شوي هوکړه ليک مواد او شرايط دې عملي کړي.
دوی ټينګار کوي چې د هېواد حساس امنيتي حالت ته په کـتو بايد هر څه ژر د سولې توافق په عمل کې پلى شي.
د حزب اسلامي او د ځوانانو پارلمان غړي شفيق الله سحر وويل چې سوله د ټول افغان ولس او دولت لومړيتوب دی او د راوستو لپاره يې د شوي هوکړه ليک مادې بايد عملي شي.
سحر وايي:((په شوي هوکړه ليک کې د حزب اسلامي د ډېری بنديانو خلاصون، ټاکلي شمېر افغان مهاجرو ته د راتګ زمينه برابرول او نور مناسب شرايط دي، موږ غواړو چې دا شرايط ژر تر ژره عملي شي.))
د ولايتي شورا منشي حفيظ الله مبارز پر ولسمشر غني او د سولې د هوکړه ليک د تطبيق کمېسيون پر مسوولينو غږ وکړ چې د شته ستونزو کمولو او هوکړې عملي کولو لپاره لازم اقدامات وکړي.
مبارز وايي، ځينې کړۍ د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړوي او په يو نه يو ډول يې د ټکني کولو هڅه کوي، چې په خبره يې ولسمشر بايد ورته متوجه وي او مخه يې ونيسي.
نوموړي زياته کړه:((هره ورځ لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کيني، موږ له ولسمشر څخه هيله کوو چې د سولې لپاره کار چټک کړي، څو نورې ډلې هم سولې ته مايلې شي او له تاوتريخوالي او ناامنيو لاس واخلي.))
د پکـتيا د ښځو شبکـې مشرې ماهـرې احمدزۍ بيا وويل چې په جګړه کې مېرمنې زياتې ځپل شوي او د دې حالت بدلولو او ښه کولو لپاره بايد جدي ګامونه واخيستل شي.
احمدزۍ وايي:((په جګړه کې ښځې له هر چا زياتې ځپل شوې او غمجنې شوې دي، زموږ بچيان، وروڼه او پلرونه شهيدان شوي او زخميان شوي او مجبور يو چې د خپلو اولادونو او کورنۍ د خرڅ او خوارک غم موږ وکړو. موږ د حزب اسلامي او نورو وروڼو ته چې سوله کوي، هرکلی وايو او له خپل دولت څخه غواړو چې راتګ ته يې زمينه برابره کړي.))
د هېواد د کورنۍ جګړې په اوږده تاريخ کې په لومړي ځل شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې له يوې لويې وسله والې ډلې (حزب اسلامي ) سره د مذاکـراتو له لارې د سولې هوکـړه ليک لاسليک شو.
افغانان دې هوکړې ته خوښ دي او وايي د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې له لارې يې تاوتريخوالی کم او له منځه ځي.
login or register a new account.