کندهار (پژواک، ٢٨ کب ٩٥) : د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي چې د ولایت مقام په خونړۍ پېښه کې سخت ټپي شوی و، له دوه میاشتې درملنې وروسته نن د کب په ۲۸مه بېرته خپلې دندې ته راستون شو.
د هغه د روغتیا او دندې ته د بېرته راتلو په مناسبت د کب په ٢٨مه، په کندهار کې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو چې زرګونو کسانو په کې ګډون کړی وو.
د هرکلي د دغو مراسمو لپاره ټينګ امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د کندهار والي په ولایت مقام کې د غازي امان الله خان په نوم په نوي جوړ شوي تالار کې خلکو ته خپله وینا واوروله.
عزيزي وويل: "د هېواد او کندهار دښمنانو ته خبر ورکوم، که هغوی هر څومره وحشتونه وکړي، خو زموږ حوصلې به ماتې نه شي او د ژوند تر پایه به د هېواد او خلکو خدمت کوم."
هغه په پیل کې د ولایت د خونړې پیښې د قربانیانو یادونه وکړه او هغوی ته د دعا تر څنګ یې څرګنده کړه چې له بده مرغه په دې پېښه کې یې ډېر نږدې همکاران له لاسه ورکړل.
والي د پوهنې له ریاست څخه وغوښتل چې کندهار دارالمعلمین دې د ولایت د مرستیال عبدالعلي شمسي په نوم ونومول شي، چې په دې پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی.
ده زیاته کړه، شاوخوا ۳۸ کلونه کېږي چې افغانستان او افغانان د سیمه ییز او نړیوال تروریزم قرباني دی چې دا او د هېواد په بېلابېلو برخو کې هره ورځ کېدونکې پیښې د همدې غمیزې دوام دی.
هغه خپله بیاځلې ژوند او روغتیا د خدای ج فضل او کرام او د خلکو د دعاوو او هیلو پایله وبلله او یادونه یې وکړه چې دا خلکو ته د بیا خدمت کولو لپاره یو فرصت ګڼي.
د ده په وینا، د خلکو خدمت د لوی خدای ج عبادت دی.
عزيزي زياته کړه : "لکه څنګه چې په کندهار کې د خپل کار د پیل په لومړۍ ورځ مې ژمنه کړې وه چې د دې ولایت د پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره به کار کوم، یو ځل بیا خپله هماغه ژمنه تکراروم، څومره وخت چې دلته یم خلکو ته به خدمت کوم."
نوموړي دغه راز یادونه وکړه، چې د کندهار د خلکو پراخ هرکلي ده ته نوی ځواک ورکړ او د دوی لپاره بیا هم قربانۍ ته تیار دی.
نوموړي دغه راز د کندهار له مالي او اداري مسوول عبدالحنان منیب او نورو مسوولینو مننه وکړه چې د ده په نشتون کې يې د ولایتي ادارې چارې په ښه توګه پر مخ وړي دي.
login or register a new account.