کندهار (پژواک، ٣٠ کب ٩٥) : له هغه وروسته چې پاکستان افغانستان ته د سپین بولدک او تورخم په ګډون غځېدلې لارې تړلې، د کندهار د ګڼو فابریکو د تولیداتو کچه ډېره شوې او ښه بازار یې موندلی دی.
د کندهار په صنعتي پارک کې شاوخوا دوه سوه فابریکې شته چې خوراکي او غیر خوراکي توکي تولیدوي.
د دغو فابریکو چلوونکي وايي، مخکې ډېر هغه توکي هم له پاکستانه راتلل چې دلته یې د تولید فابریکې شته، چې د دوی د تولیداتو پر بازار یې سیوری غوړولی و.
خو د دوی په خبره، اوس چې پاکستان افغانستان ته غځېدلې لارې تړلي هم یې د تولیداتو کچه ډېره شوې او هم یې په بارار کې غوښتنه او پلور ډېر شوی دی.
حاجي عبدالباري همت په کندهار صنعتي پارک کې د پي وي سياو نورو پلاستیکي پایپونو جوړولو فابریکه لري چې په تعمیراتي چارو کې کارول کېږي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې د سپین بولدک لار تړل شوې، هم یې تولیدات ډېر شوي او هم یې ښه بازار پیدا کړی دی.
ده زیاته کړه: ((مخکې چې لارې پرانیستې وې، د ورځې مو له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کیلوګرامه پایپ نه شو پلورلای، خو له هغه وروسته چې لارې بندې شوې د ورځې له ۳ تر ۴ ټنه پایپ پلورو.))
د ده په خبره، دغه پایپونه له کارولو شوو پلاستیکي توکو جوړوي چې خام مواد یې همدلته په هېواد کې دننه تر لاسه کوي.
دی وايي، مخکې چې لارې پرانیستې وې نو نه یوازې پایپونه له پاکستانه را واردېدل، بلکې هغه خام مواد چې په کور دننه یې تر لاسه کول او پایپونه یې ورڅخه جوړول هم پاکستان ته قاچاق کېدل.
د دې تر څنګ بله فابریکه د میر افغان په نوم د پولي ایتلین پایپ جوړولو هم ده چې له نن څخه شپږ کاله مخکې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په پانګونې جوړه شوې ده، په دې فابریکه کې ۳۰ تنه په مستقیمه توګه او سلګونه نور په غیر مستقیمه توګه په کار بوخت دي.
د دغې فابریکې مسوولین هم وايي چې تولید یې د پخوا په پرتله دوه برابره ډېر شوی دی.
د یادې شوې فابریکې مسوول احمد نواز پژواک خبري اژانس ته وویل، دغې فابریکې ته ټول خام مواد (زاړه پلاستیکي توکي) له کندهار او شاوخوا ولایتونو څخه برابرېږي.
login or register a new account.