Language

جلال اباد، کندهار (پژواک ۱ وری ٩۶): تر يوې مياشتې ځنډ وروسته د لندن ددرې اړخيزې غونډې د پرېکړې له مخې  د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې رسمي او سوداګريزې لارې د خلکو او ټرانسپورټ پر مخ پرانستل شوې.

دا لارې پوره يوه مياشت مخکې په پاکستان کې د سترو چاودنو وروسته وتړل شوه او دغه راز پاکستانيو ځواکونو د ترهګرو ځپلو په پلمه د ننګرهار او کونړ پر سرحدي ولسواليو بريدونه هم وکړل.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وري په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې د تورخم لاره نن سهار د قانوني اسناد لرونکو مسافرو او ترانسپورټ پر مخ په اوږد مهالي ډول خلاصه شوه.

هغه زياته کړه، چې د ننګرهار والي په لارښوونه د مسافرينو لپاره په تورخم ښارګوټې کې ترانسپورټي ، روغتيايي او نور سهولتونه برابر شوي.

خوږياڼي ډاډ ورکړ، چې د امنيتي ننګونو د مخنيوي په موخه پوله ساتې ځواکونه په تورخم ښارګوټې کې د بار وړونکو او نورو موټرو او مسافرينو سره د را ليږد شوو توکو جدي پلټنې پيل کړي .

بلخوا په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى په تورخم کې کلک امنيتي تدابير نيولي، او دېخوا راتلونکې ټول سوداګريز موټر به په کلکه پلټل کېږي.

هغه د ولسونو د هغو اندېښنو په ځواب کې چې ګواکې په راتلونکو مسافرو کې کوم ترهګريزه ډله يا چاودېدونکي توکي رانشي وويل: ((موږ د هر څه لپاره پوره چمتوالی لرو، اضافي ځواکونه مو استولي، پوستې مو هم زياتې کړي انشاء الله څه ستونزه به رامنځته نه شي.))

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال هم پژواک ته وويل، چې له يو روغتيايي ټيم سره يې لس امبولانسونه د راتلونکو ناروغانو د مرستې په خاطر تورخم ته لېږلي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه امبولانسونه د ټولو راتلونکو هیوادوالو په خدمت کې دي او چې څوک ورته اړتيا ولري، په وړتيا توګه به ورسره مرسته ترسره کوي.

بلخوا د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو کميسار محمد علي داوري پژواک اژانس ته وويل، چې لاره نن سهار اوه نيمې بجې خلاصه شوه.

هغه زياته کړه، چې له دواړو لوريو څخه مسافر او سوداګريزو موټرو تګ راتګ پيل کړى دى.

داوري د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د قانوني اسناد لرونکو ترڅنګ هغه څوک چې اسناد نه لري، هم تګ راتګ کولى شي.

login or register a new account.