Language

کندهار کې د کرل شوو کوکنارو شلمه برخه اړول کېږي

کندهار (پژواک، ١١ ورى ٩٦): ټاکل شوې په کندهار کې د کوکنار اړولو د کمپاين په لړ کې دوه زره هکتاره ځمکه چې هلته د ټولو کرلو شوو کوکنارو شلمه برخه جوړوي، له کوکنارو پاکه شي.

کندهار کې له نشه یي توکو سره د مبارزې رییس ګل محمد شکران د وري په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کمپاين نن له ميوند ولسوالۍ څخه پيل شو او وروسته به د دغه ولايت نورو ولسواليو ته وغځول شي او په ترڅ کې به يې له ټاکل شوې موخې سره سم پر دوه زره هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شي.

د ده په وينا، دغه کمپاين د کندهار د اوپراتیفي او پوځي شورا د پرېکړې پر بنسټ ترسره کېږي.

ژېړۍ، پنجوايي، میوند او شاولیکوټ د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې ډېر کوکنار په کې کرل شوي دي.

د میوند ولسوال حاجي عبیدالله وايي، په دې ولسوالۍ کې به تر هغه د کوکنارو اړولو کمپاین ته ادامه ورکړي چې دوی یې وس او امکانات ولري.

ده وویل، دغه ولسوالي ډېره پراخه ده او د هلمند له یو شمېر ولسوالیو سره هم پولې لري.

هلمند د هېواد يو له هغو ولايتونو دى چې تر نورو ډېر کوکنار په کې کرل کېږي.

عبيدالله وايي، د ميوند لرې پرتې سیمې د وسله والو مخالفینو او قاچاقچیانو د فعالیتونو خوندي سیمې دي او په خلاص مټ په کې کوکنار کري او ګټه یې د دولت وسله والو مخالفینو ته رسېږي.

هغه په دې اړه چې د دولت تر واک لاندې سيمو کې ولې کوکنار کرل کېږي؟ وويل هلته خلک ځکه کوکنار کري چې اوبه ډېرې کمې دي او نور کښتونه ورته د کوکنارو په څېر ډېره ګټه نه کوي.

دى غوښتنه کوي چې له خلکو سره دې د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وشي او داسې پروژې دې ورته پلې شي چې د کرنيزو ځمکو د اوبو د کموالي ستونزه يې لرې کړي.

د میوند ولسوالۍ کروندګر هم وايي، کوکنار ځکه کري چې اوبه نه لري او نور کښتونه یې اړتیاوې نه شي پوره کولای.

د محمد نور په نوم د دې ولسوالۍ یوه کروندګر وويل: “په میوند کې اوبه کمې دي، موږ د خپلو کښتونو د اوبه کولو لپاره له برمو کار اخلو، که نور کښتونه وکرو نه یوازې چې ښه بازار نه لري، بلکې زموږ شوی لګښت او اړتیاوې هم نه پوره کوي.”

خو ده زیاته کړه چې که حکومت ورسره د اوبو د بندونو په جوړولو کې مرستې وکړي، نو خلک به کوکنار ونه کري.

چارواکي وايي د کندهار په هغو سیمو کې چې امنیت یې په نسبي توګه ښه دی، کم کوکنار کرل شوي خو په هغو سیمو کې ډېر کرل شوي چې نا امنه دي او د وسله والو او قاچاق وړونکو فعالیتونه په کې زیات دي.

د هغوی د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې سږ کال پر ۴۰زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې د تېر کال په پرتله په کې ۲۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم کوکنار کرل کېږي. سره له دې چې په تېره شاوخوا يوه نيمه لسيزه کې په دې برخه کې د نړيوالو په مرسته ډېر لګښتونه وشول، خو نه يوازې د کوکنارو د کر مخه ونه نيول شوه، بلکې د پخوا په پرتله ډېره شوې ده.