ژبه

“پر ډیورنډ کرښه د روسي او پاکستان پوځ د نوي اقدام مخه دې ونیول شي”

ګردېز (پژواک، ١٣ ورى ٩٦): د پکـتيا د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې روسي او پاکستاني پوځي چارواکي د ډيورنډ کرښې ته نږدې د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته روزنځايونه او مرکـزونه جوړوي.

د ولايتي شورا ياد غـړي اندېښنه ښيي چې د ترهګـرو د ملاتړ لپاره که د روسي او پاکـستاني پوځ د دغه ګـډ اقـدام مخه ونه نيول شي، نو په راتلونکي کې به امنيتي حالت له جدي ګواښ سره مخ کړي.

د پکتيا د ولايتي شورا رييس الله امير بهرام زوی له روسي چارواکو غواړي چې په افغان چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او د وسله والو ډلو، ټپلو له ملاتړه لاس واخلي.

بهرامزی له نړيوالې ټولنې هم جدي غوښتنه کوي چې يادې موضوع ته ځانګړی پام وکړي او سر له اوسه د سيمې د امنيتي حالت د خرابېدو او ګډوډي مخه ونيسي.

بهرام زوي پژواک ته وويل: ((اوس نوی جنګ د روسيې له خوا راځي؛ روسيې په شمالي وزيرستان کې د لويې پکتيا په حدودو کې فعاليت پيل کـړی او دلته د جنګ لمن بېرته راغځوي. له روسيې غواړو چې د وسله والو له ملاتړ او روزنې لاس واخلي او په دې بده لوبه کې ښکېله نه شي.))

دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا غـړی تاج محمد منګل هم په دې اړه اندېښنه لري، دغه کار د پکـتيا او ګاونډيو ولايتونو امنيت ته جدي خطر يادوي او اندېښنه ښيي چې که داسې وشي نو د دې سيمو خلک به يو ځل بيا د دوو لويو قدرتونو د ناسمو او ظالمانه سياليو تر منځ وځپل شي.

منګل د روس او پاکـستان د جنرالانو دې ګـډې چارې ته په اشارې په راتلونکي کې د پکـتيا امنيتي حالت ګـواښوونکی بولي او له افغان دولت غواړي چې سره له اوسه يې په اړه لازم کـوټلي ګامونه واخلي.

منګل وايي: ((پکـتيا او افغان پولې ته نږدې شمالي وزيرستان او ميرانشاه ته روسي او پاکـستاني جنرالان راغلي، له سيمو يې ليدنه کړې او غواړي هلته د وسله والو لپاره خپل مرکزونه جوړ کړي؛ زموږ دولت بايد په دې اړه جدي غبرګون وښيي او لازم اقدامات وکـړي.))

د پکتيا حکومتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو مياشتو راهيسې د افغان طالبانو او روسيې تر منځ اړيکې پراخې شوې دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت څو ورځې مخکې يو ځل بيا ومنله چې له طالبانو سره یې له دې امله محدودې اړيکې جوړې کړې څو هغوى د سولې له پروسې سره يو ځاى کېدو ته وهڅوي.

د همدې اړيکې له امله د کابل او مسکو تر منځ اړيکې هم يو کړکېچنې شوې دي.

login or register a new account.