Language

حکومت دې هېواد ته د پاکستانيو بار وړونکو موټرو د راتلو مخه ونيسي

کندهار ښار(پژواک،١٤ورى٩٦): په کندهار کې د لويو موټرو چلوونکي وايي چې حکومتي چارواکي دې هېواد ته د پاکستاني بار وړونکو موټرو د راتلو مخه ونيسي ځکه د دوی کار یې په ټپه درولی دی.

بل خوا بیا کروندګر د سبزیو پر را واردولو د بندیز غوښتنه کوي او وايي سبزي او سابه یې پر حاصلاتو راغلي خو ښه بازار نه لري.

د بار وړونکو موټرو چلوونکو او کروندګرو دغه څرګندونې په پریس کلب کې په یوې اعتراضیه غونډه کې وکړې.

حاجي عبدالکریم چې په کندهار کې د سبزیو شنه خونه لري، وايي په ۱۲ زره متره مربع ځمکه کې یې شنه خونه جوړه کړې او  دوه میلیونه افغانۍیې پرې لګولې دي.

دی زیاتوي، په شنه خونه کې یې بادرنګ، کدو، بانجان او نور سبزي او سابه کرلي، خو هیڅ بازار نه لري.

د ده په خبره، له پاکستان څخه را واردېدونکو  سبزیو د دوی د محصولاتو بازار اغېزمن کړی چې حکومت یې باید مخنیوی وکړي.

د ده په خبره، په اوسني موسم کې لا هم له پاکستان څخه سبزي  په داسې حال کې چې  په کور دننه د سبزیو حاصلات رسېدلي دي.

دی وايي، په کندهار کې په سلګونو او زرګونو کروندګرو شنې خونې جوړې کړي چې سبزي په کې کري، خو ان خپل لګښت هم نه شي پوره کولای.

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دغلته د کرنیزو محصولاتو له رسېدو سره دې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه د سبزیو پر راوړلو بندیز ولګول شي، څو د افغاني محصولاتو پلورلو ته زمینه برابره شي.

حاجي عبدالکریم د ترانسپورټ په برخه کې هم د ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل چې د پاکستاني موټرو راتګ د افغان موټر چلوونکو کار په ټپه درولی دی.

ده وویل، پاکستاني موټر په لاهور یا کراچي کې بار شي، تر کندهار، هلمند، روزګان او زابل پورې د تګ اجازه لري، ان کله کله له دې خوا هم مالونه باروي، خو افغاني موټر چلوونکي تر چمن پورې اجازه نه لري، که ځي هم نو شاوخوا ۲۵ زره کلدارې به لګوي.

نوموړی غوښتنه کوي چې پاکستاني موټرو ته دې اجازه نه ورکول کېږي چې بار تر ولایتونو ورسوي، بلکې بار دې پر پوله په افغاني موټرو کې خالي کېږي او هغوی دې یې بیا تر ولایتونو ورسوي.

login or register a new account.

Related Topics