کندهار (پژواک، ۲۵ وری ۹۶): په کندهار ښار کې یو ځانمرګی برید کوونکی مخکې له دې چې موخې ته ځان ورسوي، وژل شوی دی.
دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د کندهار ښار اړوند د ۱۲مې امنیتي حوزې په ساحه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د وري په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل، یو ځانمرګی بریدګر چې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ یې پر ځان و او په خپل کرولا موټر کې یې هم چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، د پولیسو پر ډزو وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه، ځانمرګي بریدګر هدف ته پر لاره و چې د پولیسو له خوا ورته د درېدو اشاراه وشوه.
دی وايي، ځانمرګی بریدګر د دې پر ځای چې ودرېږي د چاودنې هڅه یې کوله خو پولیسو پر ډزو وویشت او له منځه یې یووړ.
دراني وویل، پولیسو وروسته د برید کوونکي موټر ته هم چاودنه ورکړې ده؛ ځکه د شنډولو امکان یې نه و.
د ده په وینا، په دې پېښه کې یوازې ځانمرګی بریدګر وژل شوی او نور چا ته زیان نه دی اوښتی.
دی وايي، دا معلومه نه ده چې د ځانمرګي برید کوونکي هدف کوم ځای و.
د یاودنې ده، له اوږدې مودې وروسته دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې دغسې یوه پېښه کېږي.
په دې اړه تر دې مهاله وسله والو طالبانو یا کومې بلې ډلې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.