کندهار (پژواک، ۳ غویی ۹۶): چارواکي وايي، د کندهار په میانشین ولسوالۍ کې یې د پيل شوو عملیاتو په لړ کې وسله وال له شاوخوا لس ورځې جګړې وروسته شاتګ ته اړ کړي دي.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې وسله والو په میانشین ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو پراخ بریدونه پیل کړل، پر وړاندې یې د ګډو ځواکونو له خوا عملیات پیل شول.
ده زیاته کړه، دغه عملیات د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د سرناوې، لخ سنګ او زمتو په سیمو کې شوي چې وسله وال په کې ځای پر ځای شوي وو او بریدونه یې پيل کړي وو.
دی وايي، د عملیاتو په لړ کې یې وسله وال له لس ورځې جګړې وروسته له یادو شوو سیمو پر شا کړي دي.
د ده په خبره، په دې ترڅ کې تېره شپه هم وسله والو د امنیتي ځواکونو پر لومړۍ شمېرې امنیتي پوستې برید کړی و چې د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړه روانه وه.
نوموړي وویل، د جګړې په پایله کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او یو ټپي شوی، خو وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
خو ده په دغو ټولو عملیاتو کې د شاوخوا ۲۰ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک هم وايي، د ګډو ځواکونو له خوا په پيل شوو عملیاتو کې هغه سیمې له وسله والو بېرته نیول شوي چې جګړه یې په کې پيل کړې وه.
دی وايي، په عملیاتو کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره یې ځکه نه ده معلومه چې په هغو ساحو کې ماینونه دي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي لومړی ماینونه کشف او له منځه یوسي.
ده وویل، امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په دې اړه مو وغوښتل چې د ولسوال او د ولسوالۍ له اوسېدونکو سره هم خبرې وکړو، خو هلته له جګړې وروسته مخابراتي فعالیتونه ځنډول شوي دي.
خو د عبدالسلام په نوم د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی چې تازه کندهار ښار ته راغلی و، پژواک ته وویل، وسله وال د ولسوالۍ له مرکزي سیمو پر شا شوي، خو له لرې سیمو پر امنیتي پوستو ډزې کوي.
login or register a new account.