Language

په میوند کې اتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار (پژواک، ۱۳ غویی ۹۶): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې وسله والو د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې درې پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په دې جګړه کې وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ناوخته وسله والو د میوند ولسوالۍ په شلغمي سیمه کې د ملي او عامه نظم د پولیسو پر دوو پوستو وسله وال بریدونه وکړل چې د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړه روانه وه.

دی وايي، په دې جګړه کې  دوه ملي پولیس او يو  د عامه نظم پولیس وژل شوي او څلور ملي پولیس او يو د عامه نظم پولیس ټپیان شوي دي.

د ده په خبره، د جګړې پر مهال وسله والو مخالفینو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره یې ځکه نه ده معلومه چې هغوی په شپه کې جسدونه لېږدولي دي.

خو ځینې سرچینې په دې جګړه کې د ۲۲ پولیسو د مرګ ژوبلې او دوو امنیتي پوستو د سقوط خبره کوي.

د دغې ولسوالې یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک اژانس ته وویل، وسله والو د جګړې په پایله کې یوه د ملي پولیسو او یوه د عامه نظم د پولیسو پوستې سقوط کړي او ۲۲ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو دغې سرچینې و نه ویل چې څومره پولیس وژل شوي او څومره ټپيان دي.

چارواکي دا څرګندونې ردوي او وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.

میوند ولسوالۍ له کندهار ښاره شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې د کندهار- هرات پر لویه لاره پرته ده چې د هلمند له سنګین ولسوالۍ سره پوله لري.

چارواکي وايي، ډېر مهال وسله وال د دغو دواړو ولسوالیو تر منځ تګ راتګ او وسله وال فعالیتونه تر سره کوي.

login or register a new account.