کندهار (پژواک، ۱۶ غويی ۹۶): افغان او پاکستاني نظامي چارواکو نن مازیګر ناوخته یو ځل بیا د دواړو لورو تر منځ پر شوې نښتې خبرې وکړې، خو د تېرې ورځې په څېر دا غونډه هم بې پایلې پای ته ورسېده.
دغه غونډه د دواړو لورو تر منځ د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په صفري برخه کې جوړه شوې وه چې له افغان لوري څخه په کې د پوله ساتو ځواکونو یو شمېر مسوولینو او له کابل څخه راغلي د ملی دفاع وزارت د اوپراسیون مرستیال جنرال احمدي ګډون کړی و.
د دغې غونډې په اړه د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې دواړو لورو د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په لقمان کلي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو پر نښتې خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه، افغان لوري په خپلو خبرو کې پاکستاني چارواکو ته وویل چې د دغه هېواد ځواکونو له ټاکلو نړیوالو اصولو څرګنده سرغړونه کړې او د افغانستان خاورې ته ننوتلي دي.
ده زیاته کړه، افغان پلاوي پاکستاني لوري ته ویلي چې دغه هېواد حق نه لري چې د افغانستان په خاوره کې سرشمېرنه وکړي.
خو پاکستاني پلاوي ټینګار کاوه چې د لقمان سیمه د دوی اړوند ده او په همدې بنسټ یې هلته سرشمېرنه کوله.
د ده په خبره، افغان لوري په څرګندو ټکو پاکستاني پلاوي ته وویل، هيڅکله به اجازه ور نه کړي چې پاکستان په افغان خاوره کې سرشمېرنه وکړي.
دى زياتوي، په دغه دوه اړخیزه غونډه کې د لارې د خلاصولو پر سره هم خبرې وشوې، خو بې پایلې وې. د اوس لپاره دواړه لوري یواځې پر اوربند همغږي وو چې نافذ به وي، خو د لارې د خلاصولو پر سر موافقه نه ده شوې.
هغه وايي، دغه راز په دې غونډه کې دا هم وویل شول چې له دواړو لورو به یو تخنیکي پلاوي ټاکل کېږي، څو دغه موضوع وڅېړي.
خپلواک وايي، همدا موضوع له مرکز سره شریکه شوې او هغوی ته په تمه دي چې په دې برخه کې به څه اقدام کوي.
د افغان او پاکستاني لوري تر منځ تېره ورځ له هغه وروسته نښته وشوه چې پاکستاني مامورین له ډیورنډ کرښې را اوښتي وو او د سپین بولدک ولسوالۍ په لقمان سیمه کې يې سرشمېرنه کوله.
د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وايي، جګړه پاکستانيو ځواکونو پيل کړې او د سرحدي ځواکونو پر امنیتي پوستو یې د سپکو او درنو وسلو انداختونه وکړل.
login or register a new account.