کندهار (پژواک، ۱۹ غويی ۹۶): د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې د تخته پل ولسوالۍ د یوه قومي مشر پر کرولا موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.
د دې ولسوالې یوې امنیتي سرچینې د غويي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې چاودنه د شپې په شاوخوا نهه بجو شوې وه.
سرچينې زياته کړه، چې په دې پښه کې د تخته پل ولسوالۍ قومي مشر ملک فیض الله او د هغه زوی وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړه، یاد شوی ملک په خپل موټر کې چېرې روان و چې دغه پيښه وشوه. ټپیان د سپین بولدک ولسوالۍ روغتون ته رسول شوي چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.
د دغې پیښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی. دغه پیښه داسې مهال کېږي چې همدا نن مازدیګر ناپېژاندو وسله والو په یوه غلچکي برید کې یو ملا امام هم وژلی دی. دغه پیښه د کندهار ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د ذاکر شریف په سیمه کې شوې ده. یوه امنیتي سرچینه وايي، وژل شوی ملا امام حاجي ملا ګلالی نومېږي چې په حاجي قاري مشهور و او د حشمت کلا د جومات ملا امام و. د دې پیښې مسوولیت هم چا نه دی منلی.
له هغه وروسته چې وسله والو طالبانو د منصوري عملیاتو د پیل خبر ورکړی، په کندهار کې د ترور او هدفي وژنو پیښې ډېرې شوې دي.
login or register a new account.