ژبه

ناټو: افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو غوښتنه ارزوو

کابل (پژواک، ٢٠ غويى ٩٦): ناټو وايي چې افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو په اړه د وړانديزونو ارزونه کوي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د غويي په ٢٠مه، لندن ته د سفر پر مهال د برېتانيا له لومړۍ وزيرې مېرمن ټريسا مي سره د خبري کنفرانس پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې چې د برېتانيا له لومړۍ وزيرې سره د ترهګرۍ پر ضد د روانې مبارزې او په دې برخه کې یې د هلو ځلو او هڅو پر زياتولو خبرې کړې دي.

سټولټنبرګ وويل چې ناټو له کلونو راهيسې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې هلې ځلې کړې او په دې برخه کې يې مهم رول لوبولى دى.

نوموړي ويلي: ((د ناټو په تاريخ کې تر ټولو لوى ماموريت په افغانستان کې ترسره کړى دى، اوس موږ په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد جدي مبارزه کوو، څو افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو پر خوندي ځالې بدل نه شي.))

د ناټو سرمنشي وويل چې له پوځي چارواکو افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو غوښتنه يې ترلاسه کړې ده.

هغه زياته کړه: ((له موږ څخه د زرګونو نورو سرتېرو لېږلو غوښتنه شوې، موږ د دې ارزونه کوو، په دې اړه به په راتلونکو څو اونيو کې وروستۍ پرېکړه وکړو.))

خو سټولټنبرګ ويلي، دا په دې معنا نه ده چې ناټو يو ځل بيا په افغانستان کې جګړه ييز ماموريت پيلوي.

د نوموړي په وينا، که چېرې دوى افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو پرېکړه کوي؛ نو دا به هم د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او همکارۍ ته ادامه ورکوي.

د ناټو سرمنشي ويلي: ((ترهګرو ته ښه ځواب ورکول په دې کې دى چې موږ په افغانستان کې د دغه هېواد ملي ځواکونو ته روزنه ورکړو، څو هغوى د خپل هېواد د ثبات لپاره مبارزه وکړي.))

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو اړتيا ولې پيدا شوه؟ وويل: ((موږ په دې اړه شوو غوښتنو ته ډېر نه ګورو، موږ خپل ماموريت ارزوو او د هغه له مخې پرېکړه کوو.))

هغه په وينا، افغان ځواکونه اوس پياوړي شوي او له تېرو څو کلونو راهيسې يې د خپل هېواد د امنيت ټولې چارې په خپله پر غاړه اخيستې دي.

login or register a new account.