ژبه

میدان‌وردګو کې د «رواش» فرهنګي مېله جوړه شوه

واحدالله جمعه‌زاده

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۴

Views: ۷۷

میدان‌ښار (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۵): د میدان‌وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ په یوه تفریحي سیمه کې د «رواش» کلنۍ  فرهنګي مېله جوړه شوه.

د میدان‌وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب‌الله مجاهد وویل، فرهنګي مېلې د سیمې د طبیعي ښکلاوو د معرفۍ، کورنیو محصولاتو ته د بازارموندنې او د خلکو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.

هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې دا ډول فرهنګي پروګرامونه لا پراخ او منظم شي، څو له یوې خوا د خلکو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ فضا پیاوړې او له بلې خوا سیمه‌ییز محصولات او دودونه نورو خلکو ته وروپېژندل شي.»

د میدان‌وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه هم د دغو مراسمو پر مهال وویل، اسلامي او افغاني فرهنګ د ټولنې د هویت مهمه برخه ده او د داسې پروګرامونو ترسره کول د ځوان نسل د سالمې روزنې، فرهنګي پوهاوي او ملي احساس د پیاوړتیا لپاره اغېزناک تمامېږي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د فرهنګي ارزښتونو ساتنې، د ولسونو ترمنځ د اتفاق پیاوړتیا او د ځوانانو د سالمو فعالیتونو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه لري.

په همدې حال کې د سیمې قومي مشر ملک علي‌جان عارفي وویل، د «رواش» دودیزه مېله له پخوا راهیسې د بهسودو په سیمه کې دود ده چې خلک به هر کال د پسرلي په موسم کې د تفریح لپاره سره راټولېدل.

نوموړي زیاته کړه: «پخوا دا مېله یوازې د میدان‌وردګو د خلکو ترمنځ مشهوره وه، خو اوس د هېواد له پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو هم خلک ګډون پکې کوي چې دې چارې د سیمې د دودونو او محصولاتو د معرفۍ لپاره ښه فرصت برابر کړی.»

یوه بل قومي مشر حاجي ابراهیم هم وویل، د دغسې مېلو له لارې خلک کولای شي خپل کورني او محلي محصولات خلکو ته وروپېژني او د بازارموندنې زمینه ورته برابره شي.

هغه وویل، دلته شات، شیدې، چکه، وچې مېوې او نور کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کېږي چې نه یوازې د سیمې اقتصاد ته ګټه رسوي، بلکې خلک د خپلو دودونو او کلتور ساتنې ته هم هڅوي.

بلخوا، فرهنګي فعال نجفي بهسودي پژواک ته وویل، د رواش مېله یوازې تفریحي بڼه نه لري، بلکې د فرهنګي ارزښتونو، ولسي دودونو او سیمه‌ییز هویت د ژوندي ساتلو لپاره مهم رول ادا کوي.

هغه زیاته کړه، په وروستیو کلونو کې د دغسې فرهنګي پروګرامونو پراخېدو د ځوانانو پام مطالعې، فرهنګي فعالیتونو او سالمو ټولنیزو مراسمو ته را اړولی دی.

د مراسمو په څنډه کې د کتابونو او بېلابېلو کورنیو محصولاتو نندارتون هم جوړ شوی و چې شات، شیدې، چکه او نور سیمه‌ییز تولیدات نندارې ته پکې وړاندې شوي وو.

د یادونې ده، د رواش فرهنګي، علمي او دودیزه مېله له کلونو راهیسې د بهسودو په سیمه کې دود ده، خو په وروستیو کلونو کې ورته لا پراختیا ورکړل شوې، څو د فرهنګي ارزښتونو د ودې، د ولسونو ترمنځ د یووالي او د سیمه‌ییزو محصولاتو د معرفۍ لپاره اغېزناک رول ولوبوي.