ژبه

زاخېلوال : د پاکستان او هند په ګډو هڅو افغانستان کې سوله راتلى شي

کابل (پژواک، ٢١ غويى ٩٦) : په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړى استازى وايي، که پاکستان او هند په ګډه هلې ځلې وکړي، افغانستان کې سوله ممکنه ده.

د افغانستان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال دغه څرګندونې د غويي په ٢١مه، په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په اړه يوه نړيوال کنفرانس ته کړې دي.

هغه زياته کړې:(( له افغانانو مخلص خلک هېڅوک نشته، زموږ پر رول دې څوک شک نه کوي.))

زاخېلوال په افغان سوله کې د پاکستان رول مهم وباله او زياته يې کړه چې له پاکستان پرته هېڅوک په دې برخه کې د (اسانچاري) په توګه رول نه شي ترسره کولى.

هغه وويل، که چېرې پاکستان او هندوستان په ګډه د افغان سولې لپاره هلې ځلې وکړي؛ نو سوله راتللى شي، خو نوموړي په دې توګه کې د سعودي عربستان او ايران پر رول هم ټينګار وکړ.

په سيمه کې د سولې د هلو ځلو په اړه زاخېلوال وويل، پر سولې تر خبرو مخکې بايد د سولې په مانا ځان پوهول په کار دى.

د نوموړي په وينا، په ٢٠٠١ زېږديز کال کې امريکايي ايتلاف څرګندې موخې درلودې، خو د وخت تېرېدلو سره فضا ګډه وډه شوه.

د افغانستان سفير پوښتنه وکړه : (( ايا د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه يوه تېروتنه وه.))

زاخېلوال په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره  له اخلاص ډکه پر سيمه ييزو همکاريو ټينګار وکړ او ويې ويل چې د سولې لپاره د بېلا بېلو لوريو هلې ځلې شوې، خو  لاسته راوړنې يې نه درلودې.

په سيمه کې د داعش د مخ په زياتېدونکو فعاليتونو په اړه د افغانستان سفير وويل، داعش  د يوه داړونکي حيوان په توګه د پرمختګ په حال کې دى، دداعش او طالب ترمنځ د واک پر سر جګړه روانه ده.

هغه زياته کړه، د سيمې ځينې هېوادونه د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي، خو د کوم هېواد نوم يې وانخيست.

زاخېلوال په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي پړه پر پاکستان واچوله او زياته يې کړه : (( موږ نه پوهېږو چې پاکستان په افغانستان کې څه کول غواړي؟))

login or register a new account.