Language

جنرال رازق: تر هغه چې د سپین بولدک لانجه نه وي حل شوې، لار به تړلې وي

کندهار (پژواک، ۲۲ غویی ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، د سپین بولدک لار به تر هغه تړلې وي چې د دې ولسوالۍ اړوند د لقمان کلي پر سر د افغانستان او پاکستان تر منځ راپورته شوې لانجه حل شوې نه وي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (د غويي ۲۲مه) د ولایت مقام د غازي امان الله خان په تالار کې هغې غونډې ته وکړې چې د مشرانو او ولسي جرګې له خوا پر افغان خاوره د پاکستان د تېري د مخنیوي په برخه کې د امنیتي ځواکونو د ستایلو په موخه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کندهار د ملکي او نظامي مسوولینو تر څنګ د ولایتي شورا غړو، د ولسمشر او اجرائيه ریاست مشاورینو، د مشرانو جرګې د داخلي او دفاعي کمېسیون مشر هاشم الکوزي او نورو غړو، د ولسي جرګې استازو، قومي مشرانو او نورو ګډون کړی و.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل، پاکستاني لوري غوښتل نن د سپین بولدک لار خلاصه کړي، خو دوی یې مخالفت کړی دی.

هغه زیاته کړه، تر هغه چې د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د لقمان کلي پر سر د دواړو هېوادونو تر منځ شخړه حل شوې نه وي، لار به تړلې وي.

د ده په خبره، چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان پر خاوره تېری وکړي او د ژوند تر وروستې شېبې به د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي.

نوموړي له خلکو مننه وکړه چې د امنیتي ځواکونو تر شا ولاړ دي او له دیني عالمانو او قومي مشرانو یې وغوښتل چې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي او د روانې پردۍ جګړې په مخنیوی کې خپل رول ادا کړي.

د مشرانو جرګې د دفاعي او داخلي امنيت کمېسیون مشر محمد هاشم الکوزي د راغلي پلاوي په استازيتوب وويل، تېره ورځ سپین بولدک ولسوالۍ ته تللي وو او هلته یې د لقمان او جهانګیر سیمې له نږدې ولیدې چې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ په کې جګړه شوې وه.

ده زیاته کړه، د دوی د څېړنو په پایله کې جوته شوه چې پاکستان د ټولو نړیوالو اصولو خلاف پر افغان خاوره تېری کړی دي.

نوموړي، د پاکستان د تېري په مقابل کې د افغان ځواکونو مېړانه وستایله.

دی وايي، د خپلو لیدنو کتنو او څېړنو پایله به له مشرانو جرګې او ولسمشر سره شریکه کړي.

د غونډې په لړ کې د کندهار امنیه قوماندان ته د مشرانو جرګې له خوا د سرو زرو مډال او د ولسي جرګې ملي نښان هم ورکړل شو.

login or register a new account.