کندهار (پژواک، ۲۳ غويی ۹۶): په کندهار کې د عملیاتو او ماین چاودنې له امله ۲۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې لړ کې د میوند ولسوالۍ په خاک چوپان سیمه کې ۴ وسله وال په خپل ماین وژل شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د غويي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، څلور تنه وسله وال چې په یوه کرولا موټر کې سپاره وو، خپل ماین ورباندې چاودېدلى او څلور واړه وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه، په وژل شوو کې د اکرم په نوم د وسله والو قوماندان هم شامل دی.
بل خوا وسله والو په نېش ولسوالۍ کې یو پول په ماین الوځولی دی.
درانی وايي، دغه پول د یادې شوې ولسوالۍ په ډب سیمه کې له منځه وړل شوی چې د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ وسیله وه.
خو دوی وايي چې پولیسو په دې ولسوالۍ کې عملیات هم کړي چې په پایله کې یې ۲ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
په دغو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
دغه راز په ښوراوک ولسوالۍ کې بیا د هوايي برید په ترڅ کې ۵ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، د یادې شوې ولسوالۍ په پنجپای سیمه کې یوه ډله وسله وال هغه مهال د افغان ځواکونو تر هوايي برید لاندې راغلل چې د ورانکارۍ په موخه سره راټول شوي وو.
دی وايي، په دې برید کې د ۵ وسله والو د وژل کېدو او ۷ تنو د ټپي کېدو تر څنګ د هغوی وسلې او مهمات له منځه تللي دي.
د يوبل خبر له مخې، ځانګړو افغان ځواکونو د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې د ترینکوټ اډې په سیمه کې ۳ وسله وال نیولي چې په هدفي وژنو کې ښکېل وو.
login or register a new account.