کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٦): وسله والو طالبانو د حزب اسلامي هغه ادعا رد کړې ده چې ګواکې د دوى ځينو کسانو ورسره د سولې په اړه اړيکې نيولې دي.
د حزب اسلامي وياند قريب الرحمن سعيد پرون پژواک اژانس او ځينو نورو رسنيو ته ويلي وو چې د طالبانو ځينې سياسي حلقې د سولې له پروسې سره د يو ځاى کېدو لپاره ورسره اړيکه نيولې ده.
هغه زياته کړې وه چې د طالبانو دغه سیاسي حلقې غواړي چې د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي له یو ځای کېدو په ګټنې اخیستنې سره له دې پروسې سره یو ځای شي.
سعيد ويلي وو چې حزب اسلامي کولی شي دغو طالبانو ته چې غواړي د سولې له پروسې سره یو ځای شي، ضمانت ورکړي او په دې برخه کې نوره همکاري هم کولی شي.
د حزب اسلامي ویاند د طالبانو د دغو حلقو په اړه نور معلومات ورنه کړل.
خو وسله والو طالبانو د حزب اسلامي دغه ادعا رد کړې ده. د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د حزب اسلامي دغه ادعا په کلکه ردوي.
هغه زياته کړې، له حزب اسلامي سره هېڅ دا ډول تماس نه دی نيول شوی او نه بايد په دې اړه د حزب غړي بېځايه او له حقيقت څخه لرې پروپاګند وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي ، د حزب مسوولينو ته په کار ده چې د طالبانو له درنې پاليسۍ څخه بده استفاده ونه کړي.
مجاهد ويلي: ((زموږ دريځ دا دی چې دښمن ته وسله پر ځمکه اېښودل او د هغوی د شومو اهدافو په تحقق کې مرسته کول، شرعاً ناجايز دي.))
د يادونې ده، کابل ته تر راتګ وروسته په ارګ کې یوې غونډې ته په خپله وینا کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار طالبانو ته وروڼه وویل او هغوی یې سولې ته راوبلل.
login or register a new account.