کابل (پژواک، ٢٦ غويى ٩٦) : د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو رييس او وياند تر استعفى وروسته پر دې دندې نوى کس وټاکل شو.
د يادې ادارې پخوانى رييس تواب غورځنګ د غويي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،د ځينو شخصي کارونو او بوختياوو له امله يې له خپلې دندې څخه استعفى ورکړې ده.
هغه زياته کړه، استعفى يې د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر له لارې ولسمشر ته لېږلې او د هغه لخوا منظور شوې ده.
دى وايي: (( زه وياړم چې د هېواد په يوه ملي اداره کې مې دنده ترسره کړه او تل به له خپلو ملي ځواکونو څخه ملاتړ کوم.))
غورځنګ وويل، مرستيال يې قادر شاه د ستراتيژيکو اړيکو د نوي رييس او وياند په توګه ټاکل شوى دى.
د ملي ا منيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو نوي رييس او وياند قادر شاه پژواک اژانس ته وويل، دى به تر خپله وسه هڅه کوي چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.
د هغه په وينا، له رسنيو سره به همکاري کوي او کوښښ به وکړي چې له هغوى سره په وخت معلومات شريک کړي.
login or register a new account.