کابل ( پژواک، ٢٦ غويى ٩٦) : د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او په کابل کې ددې ادارې مشر د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما څخه د غويي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدا ميچې ياماماتو پرون په کابل کې د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره د هغه په کور کې وليدل.
سرچينې زياته کړې، ياماماتو د دولت او د حزب اسلامي تر منځ د هوکړه ليک چې افغانستان ته د حکمتيار د سوله ييز بېرته راتګ په برخه کې يو مهم ګام بلل کيږي، د پلي کېدو د دوام هرکلی وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې د يوناما مشر له اساسي قانون او موجوده قانوني نورمونو سره په سمون کې، په سوله ييزه توګه په سياسي ډګر کې د ښکېلتيا لپاره د حزب اسلامي د ژمنو ستاينه وکړه.
دغه راز نوموړي د خبرو اترو له لارې د سولې په راوستلو کې د حکمتيار ژمنې او په نورو ډلو د هغه غږ چې له سوله ييزې لارې جګړې ته د پای ټکی کېږدي هم وستايل.
ياماموتو په ډاګه کړه چې د بيان د ازادۍ او ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوی په هېواد کې د ثبات د پراخېدو لپاره اړين دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، يوناما د هوکړه ليک پربنسټ له ملکي خدمتونو سره د يوځای کېدو، وسله والو ځواکونو او دې ته ورته، د وړتيا پربنسټ د ګومارلو او غوراوي له لارې په سوله ييزه توګه په ټولنه کې د حزب اسلامي د بېرته ورګډېدو ملاتړ کوي.
ياماموتو زياته کړه، په ټولنه کې بايد ټولې ډلې له يو شان چلند څخه برخمنې وي.
د يادونې ده چې پرون د چين سفير هم د حزب اسلامي له مشر حکمتيار سره ليدلي وو.
login or register a new account.