کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۹۶) : د سعودي حکومت ولسمشر اشرف غني ته په دغه هېواد کې د ترهګرۍ او د داعش پر ضد په نړیوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د غویي په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د سعودي سفارت شارزدافیر ولسمشر غني ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت تر اوسه په دې کنفرانس کې د ګډون یا نه ګډون پرېکړه نه ده کړې.
نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
خو یوې بلې سرچینې وویل، ډېر امکان شته، چې ولسمشر غني د یوه پلاوي په مشرۍ په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.
بلخوا په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ سرچینو ویلي، راتلونکې اونۍ د سعودي په پلازمېنه ریاض کې د ترهګرۍ او داعش پر ضد نړیوال کنفرانس جوړیږي.
سرچینې زیاته کړې، په دې کنفرانس کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ او د اسلامي هېوادونو په ګډون د شاوخوا ۵۶ هېوادونو استازي ګډون کوي.
د سپینې ماڼۍ د سرچینو د معلوماتو له مخې، تراوسه د شاوخوا ۲۰ هېوادونو ولسمشرانو په دې کنفرانس کې د ګډون ژمنه کړې ده.
login or register a new account.