کابل (پژواک، ٢٧ غويى ٩٦): د امريکا او ناټو پوځي مشران تر سرمشريزې غونډې مخکې د افغانستان وروستى امنيتي حالت او جګړه ارزوي.
امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې د امريکا د وسله والو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ په دې موخه د خبرو اترو لپاره پرون د بلجيم پلازمېنې بروکسل ته رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړې چې دغه امريکايي جنرال به د څو ورځو لپاره په بروکسل کې د ناټو له پوځي مشرانو د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو او جګړو سلا مشورې کوي.
دغه راز په راپور کې راغلي چې امريکايي او د ناټو جنرالان به په افغانستان کې د ناټو سازمان روان ماموريت هم و ارزوي.
د يادونې ده، په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان مخکې له دې له خپل حکومت څخه غوښتي وو چې افغانستان ته نور سرتېري ولېږي.
ويل کېږي چې ولسمشر ټرمپ په دې اړه له خپلو سلاکارانو سره مشورو ته ادامه ورکړې او ټاکل شوې ده، چې افغانستان ته د درېيو زرو اضافي سرتېرو لېږلو پرېکړه وکړه.
د يادونې ده، اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ١٠زره امريکايي سرتېري مېشت دي چې د ناټو د روزنې په ماموريت او ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې برخه اخلي.
login or register a new account.