ژبه

پاکستان وایي، چې کابل کې یې دوه دیپلوماتان نیول شوي

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۹۶) : پاکستان ویلي، چې په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو لخوا یې دوه تنه دیپلوماتان نیول شوي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا دغویي په ۲۷مه، په یوه خپره شومې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن یې په اسلام اباد کې دافغانستان د سفارت مرستیال احضار کړی و.

سرچینې زیاته کړې، چې افغان دیپلومات ته یې په کابل کې د دوو پاکستاني دیپلوماتانو پر نیول کیدو یې سخت احتجاج وکړ.

پاکستان ویلي، چې دا ډول پيښې به ددواړو هیوادونو  داړیکو د روح پر خلاف  او دجینیوا کنوانسیون څخه سرغړونه ده.

په خبرپاڼه کې راغلی، چې افغان حکومت دې د دیپلوماتو د امنیت خوندي کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

ورته موضوع