کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٥): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر له خپل پاکستاني سيال سره په لیدنه کې د لندن ناستې د پرېکړو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو رييس او وياند قادرشاه د غبرګولي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د لوړ پوړو امنیتي مسوولینو د اتم امنیتي کنفرانس په یوه برخه کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار له جنرال جنجوعه سره د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو تر څنګ د لندن د ناستې د پرېکړو پر تطبیق او پرمختګونو خبرې وکړې.
درې مياشتې مخکې د پاکستان له خوا له افغانستان سره د ټولو رسمي سوداګريزو لارو تر تړلو وروسته په لندن کې د دواړو هېوادونو تر منځ ناسته او يو شمېر پرېکړې شوېو.
د ملي امنيت شورا وايي چې حنيف اتمر په ياده ياده ليدنه کې په لندن کې د ترسره شوې ناستې د پرېکړو او توافقاتو په عملي کیدو ټینګار وکړ.
قادر شاه زياته کړې، د یادې ناستې د پرېکړو په دوام اتمر د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د راپورته شوو ستونزو د حل په اړه مفصلې هم خبرې وکړې.
هغه د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د راکټي بریدونو او د کرښې په اوږدو کې د خپلسرو نظامي تاسیساتو د جوړېدو تر څنګ د پاکستان له خوا د هېواد د هوايي حریم د نقص په اړه له جنجوعه سره مفصل بحث وکړ.
د سرچينې په وينا، په دې لیدنه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر له جنرال جنجوا سره، د تروریستانو د اکمالاتي لارو د تړل کیدو پر څرنګوالي هم خبرې وکړې.
د افغانستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د سیمې په سیاسي او امنیتي حالت خبرې وکړې او د ترهګرۍ پر وړاندې یې پر مشترکې مبارزې ټینګار درلود.
login or register a new account.