کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦) : روسیې او افغانستان هوکړه کړې چې د تبلیغاتي ټکرونو څرنګوالی به په دقت سره څېړي او د یو بل پر وړاندې به د منفي تبلیغاتو مخه نیسي.
د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادر شاه د غبرګولي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار مسکو ته د سفر پر مهال له خپل روسي سلاکار نیکولای پتروشف سره د سیمې او افغانستان پر سیاسي او امنیتي مسایلو تفصیلي خبرې وکړې.
هغه زياته کړه چې حنيف اتمر له تېرو دوو ورځو راهيسې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د لوړو پوړو امنیتي مسوولینو په اتم کلني کنفرانس کې د ګډون لپاره په مسکو کې دى.
د قادرشاه په وينا، د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ لپاره د سیمې د هېوادونو په ګډون د هر اړخیزې برنامې پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یو لړ توافقاتو ته ورسېدل.
دى وايي، د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشف په خپلو څرګندونو کې په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات په موخه د افغان دولت هلې ځلې وستایلې، د افغانانو په مشرۍ یې د سولې له بهیر څخه ملاتړ په ډاګه کړ.
سرچينې زياته کړې، دواړو لورو د سولې په بهیر کې د دوه اړخیزو او درې جانبه برنامو پر څرنګوالي د بحث تر څنګ د سولې په بهیر او له ترهګرۍ سره د مباررزې په برخه کې د امریکا، ایران هند او چین پر مثبت رول خبر وکړې.
هغه وايي، دواړو لورو هوکړه وکړه چې په سیمه کې به د ترهګرۍ خلاف او د سولې په موخه د حمایوي برنامې د جوړېدو په موخه پر یوه هر اړخیزه طرحه او مکانیزم کار کوي.
محمد حنیف اتمر په ځانګړې توګه د ترهګرۍ خلاف د روسیې او افغان دولت تر منځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د روسیې د فدارتیف جمهوریت رول مهم وباله.
د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د تخنیکي او نظامي همکاریو پر څرنګوالي تفصیلي خبرې وکړې او په دې برخه کې د همکاریو پر پراختیا او دوام هوکړه وشوه.
په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو د دواړو هېوادونو تر منځ د تبلیغاتي تقابل پر ابعادو هم بحث وکړ، دواړه لوري پر دې سلا شول چې د روسیې او افغانستان تر منځ د تبلیغاتي ټکرونو څرنګوالی به په دقت سره څېړي او د یو بل پر وړاندې به د منفي تبلیغاتو مخه نیسي.
login or register a new account.