کندهار (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۶): پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپین بولدک- چمن لار چې له تېرو ۲۳ ورځو راهیسې د افغان او پاکستاني لوري تر منځ له نښتې وروسته بنده شوې وه، نن له غرمې وروسته پرانیستل شوه.
د سپین بولدک ولسوال حاجي سید علي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د غبرګولي په ۶مه د ماپښين له دريو بجو وروسته د سپین بولدک لار خلاصه شوه.
هغه زیاته کړه، همدا اوس پر لار د خلکو او په سوداګریزو توکو بار موټرونو تګ راتګ پیل شوی دی.
په سپین بولدک کې د سرحدي ځواکونو د کمیسارۍ مشر سمونوال محمد شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل د سپین بولدک- چمن لار نن درې بجې د افغان او پاکستاني سرحدي چارواکو له خوا په ګډه پرانیستل شوه.
هغه زیاته کړه د لارې د پرانیستلو په موخه په تېرو ۲۳ ورځو کې بېلابېلې ناستې شوې وې، خو بې پایلې وې، بالاخره تېره ورخ مازدیګر ناوخته په وروستۍ غونډه کې چې د افغان سرحدي ځواکونو او د پاکستاني سرحدي ځواکونو د کمېسارانو تر منځ وشوه، د لارې د خلاصېدو پرېکړه وشوه.
ده هم وویل لار له کوم شرط پرته د پخوا په څېر هم د خلکو او هم د وسایطو پر مخ خلاصه شوې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ای ایس پي ار بیا خبر ورکړی چې لار یې د افغان چارواکو په غوښتنه پرانیستې ده.
د لارې د بندېدو له امله هره ورځ د کرښې په دواړو غاړو کې پرتو خلکو او سوداګرو ته په میلیونونه ډالر زیان اوښت، چې اوس د لارې په پرانیستل کېدو خوشاله دي.
د لندې مېوې یو سوداګر حاجي جلال پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی هیله دا ده د سپین بولدک لار د کرښې په دواړو غاړو کې د پرتو خلکو د ګټې وټې یوازینۍ سرچینه ده چې باید د سیاسي لانجو قرباني نه شي.
دی وايي: ((څه موده وروسته له دې غاړې د انګورو او نورو مېوو د صادراتو لړۍ پیلېږي او هره ورځ نژدې ۳ زره په مېوو بار موټرونه پر دې لار تېرېږي، په همدې بنسټ له خپلو چارواکو مو هیله دا ده چې هوښیار سیاست وچلوي او دغه لړۍ زیانمنه نه شي.))
د یادونې ده چې څو ورځې مخکې د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولینو ویلي وو چې د سپین بولدک لارې پر سر د ستونزو د هواري په موخه د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ګډه کمېټه جوړوي.
د لارې د بندېدا له امله د دواړو هېوادونو سوداګرو، ولس او حکومتونو ته زیان اوړي.
login or register a new account.