ژبه

د سولې عالي شورا: روژې ته په احترام دې مخالفين جګړه بس کړي

کابل (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٦): د سولې عالي شورا د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې جګړه ودروي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.

په کابل کې د دې شورا له خوا د غبرګولي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ټولو هېوادوالو او مسلمانانو ته د روژې مبارکي ورکړل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د روژې په اړه رانقل شوي شرعي نصوص دلالت کوي چې دا مياشت د مسلمانانو تر منځ د ټولنيز تکافل مياشت ده او مسلمانان دې ته هڅوي چې يو بل ته خير او ګټه ورسوي او له هر هغه څه نه ډډه وکړي چې بل ته زيان رسوي.

سرچينه زياتوي، د سولې عالي شورا د افغانستان د روانې ناروا جګړې په ښکېلو خواوو، په ځانګړې توګه وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې له دې زرين فرصت څخه په ګټه اخستنې سره په هېواد کې د سولې او پخلاينې په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

سرچينې په هېواد او ټوله نړۍ کې د ډاډمن او تلپاتې سولې دعا کړې ده.

login or register a new account.