ګردېز(پژواک،٨غبرګولى٩٦): د پکـتيا د لجه منګل ولسوال شکايت کـوي چې له کلونو راهيسې په رسمي ډول د ولسوال په توګه ټاکل شوی، خو د ولايت مسوولين يې دندې ته نه معرفي کوي.
عبدالرحمن سوله مل د غبرګولي په اتمه په مرکز ګردېز کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د اداري اصلاحاتو کـميسيون لخوا د ازاد رقابت له لارې د لجه منګل د ولسوال په توګه ټاکل شوی ، خو يواځې د ولايت په مقام کې د خدمتي ولسوال په توګه حاضري لاسليک کوي.
دی وايي چې د ولسوال ټاکل کېدو په څه باندې درې کلنه موده کې يو ځل د لجه منګل پر ځای جاني خېل ولسوالۍ ته د خدمتي ولسوال په توګه لېږل شوی دى.
نوموړي د ګومارل کېدو په اړه د ولسمشر فـرمان، د لوی څارنوالۍ حکـم، د اداري اصلاحاتو د خپلواک کـميسيون او ځينو نورو ادارو مکتوبونه هم خبريالانو ته وښودل.
عبدالرحمن سوله مل زياتوي، سره له دې چې د پکـتيا تر ټولو لويه او مهمه ولسوالي زرمت له شاوخوا شپږ مياشتو راهيسې ولسوال نه لري، خو هلته هم د شخصي ستونزو له امله نه معرفي کيږي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا سرپرست والي عبدالولي سهي له څه ويلو ډډه وکړه.
پکتيا له تېرو شلو ورځو راهيسې والي نه لري او چارې د مرستيال والي له لوري پرمخ وړل کيږي.
login or register a new account.