کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۶) : د ملي امنیت لوی ریاست وایي، چې دکابل برید دحقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای په همکارۍ په دغه هیواد کې پلان کړی و.
نن سهار د کابل د لسمې حوزې اړونده د زمبق څلور لاري سره د یوه ټانکر موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی و، چې دعامې روغتیا وزارت او کورنیو چارو وزارت د معلوماتوله مخې په دې پيښه کې ۸۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر ۳۵۰ زیات ټپیان شوي دي.
د ملي امنیت لوی ریاست لخوا پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د کره استخباراتي معلوماتو په اساس دا برید د حقاني شبکې لخوا د پاکستان داستخباراتي ادارې ای ایس ای لخوا په دغه هیواد کې پلان شوی و.
سرچینې زیاته کړې : (( دا مسلکي ترهګر یو ځل بیا ثابته کړه، چې دوی د هیڅ دین او مذهب استازیتوب نه کوي او د خپلو پاکستانیو بادارانو د خوشحالولو لپاره دا ډول کارونه کوي ، د روژې په مبارکه میاشت کې دعامو خلکو وژل د هیڅ دین ، اسلامي اصولو او بشری اصولو سره برابر نه دی.))
د ملي امنیت لوی ریاست ویلي، چې په دې اړه هر اړخیزې څیړنې پیل شوې دي او ددې پيښې عاملین به د امنیتي ارګانونو لخوا د هیوادوالو په مرسته د خپلو عملونو په جزا ورسول شي.
اخوا یوې بلې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل، چې دا برید د حقاني شبکې دپاکستان دلشکر طیبه په همکاری ترسره کړی او دواړو ډلو پنځه ځلې غونډې کړې وې چې وروستۍ یوه یې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې وه.
د سرچینې دمعلوماتو له مخې، دا برید حقاني شبکې د دوو مهمو غړو منیب حقاني او عزیز لخوا پلان اوترسره شوی دی.
login or register a new account.