کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٥): د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال وسله والو مخالفينو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب احمد اميني د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لسګونو وسله والو طالبانو نن سهار د جلرېز ولسوالۍ د محمد نورخېل په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې تر څو ساعتونو نښتو وروسته اوس جګړه درېدلې ده او په دې نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اميني وويل چې په دې جګړه کې درې وسله وال مخالفين او يو پوليس وژل شوي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل هم د يادې جګړې د پخلي تر څنګ پژواک اژانس ته وويل چې اوس هم په سيمه کې خال خال ډزې روانې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه يې د ميدانښار – باميانو لويه لاره تړلې ده.
د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې د يادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول تورن په ګډون درې تنه وژل شوي او درې يې ټپيان دي.
منګل وويل چې دغه راز په دې جګړه کې د عامه نظم کنډک يو پوليس وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.
په جلرېز کې د سيمه ييزو پوليسو يوه سرګروپ تورن حسن رضا پژواک اژانس ته وويل چې لسګونو وسله والو ددوى پر پوستو سهار وخته بريد کړى و، خو تر غرمې پورې ددوى مرستې ته نور امنيتي ځواکونه نه دي راغلي.
هغه زياته کړه چې له بهسودو ولسوالۍ څخه د څلورو هاموې پوځي موټرو سره مرستندوی ځواک د دوى له لوري روان شوی و چې پر يوه يې په لاره چاودنه شوې او ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.