ګردېز (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦): د سوېل ختيځ زون د شپږو ولايتونو چارواکو د امنيت د ټينګښت او نورو ستونزو د حل په موخه ګډه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې چې په ۲۰۳ تندر قول اردو کې وشوه، د پکـتيا سرپرست او د خوست، لوګـر، پکـتيکا، غـزني او ميدان وردګ ولايتونو واليانو برخه اخيستې وه.
دوی د امنيتي او دفاعي ارګانونو تر منځ کمزورې همغږي، د لازمو درنو وسلو کـموالی او په ډېرو مواردو کې هوايي ځواک ته نه لاسرسی هغه مسايل ياد کـړل چې له امله يې په ښارونو، بېلابېلو سيمو او لويو لارو کې ستونزو پېښېـږي.
دوی د ډيورنډ کـرښې کـمزوری کـنټرول لويه ننګـونه ياده کـړه او ويې ويل چې د دې پولې په اوږدو کې وسله وال ترهګـر ازاد تګ، راتګ کـوي او د پولې دېخوا سيمو او ولايتونو کې نا امني او ګـواښونه رامنځته کـوي.
د لوګـر والي محمد حليم فـدايي بې روزګاري، فساد، نشه يي توکي او د کانونو غير قانوني استخراج هغه عوامل ياد کـړل چې په خبره يې وسله وال ورڅخه تغذيه کېږي او دولتي حاکـمیت يې له ستونزو سره مخ کـړی دی.
ده وويل: ((زه پر خپلو امنيتي ځواکونو وياړ کـوم چې په پوره مېړانه د خپل هېواد او خلکـو دفاع کـوي، خو اداري او ساختاري فساد، د کانونو غير قانوني استخراج، بې روزګاري او فساد هغه عوامل دي چې دا جګـړه يې اوږده کـړې ده.))
د پکـتيکا والي الياس وحدت هم امنيتي ځواکونه وستايل، خو ويې ويل چې امنيتي ځواکونه بايد پر درنو وسلو سمبال شي.
ده وويل چې وسله وال طالبان اوس هم له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګـړې توان نه لري او که د ځواکونو لا ښه ملاتړ وشي، نو د هـرې سيمې او ښار امنيت به خوندي کـړی شي.
وحدت وايي: ((موږ يو محاصره ولايت يو، پکـتيکا ته د راتلو درې لارې دي، يوه د پکـتيا له زرمت ولسوالۍ څخه تېريږي او بله د غـزني له اندړو څخه چې په دې دواړو لارو کې وسله وال ولاړ وي او خلک له موټرو کښـته کـوي؛ درېيمه لاره هوايي ده چې هغه هم ملکـي برخه نه لرو او نظامي برخه يې د الوتکـو د کـموالي او ډېروالي مصروفيت له امله مشکلات لري.))
د خوست والي حکـم خان حبيبي د ډيورنډ کـرښې په لازم کـنټرول او د ښې حکـومتولۍ په رامنځته کـولو ټينګار وکـړ او ويې ويل د پولې په کـنټرول او د وسله والو د تګ، راتګ د لارو په بندېدو د دغه زون د ټولو ولايتونو امنيتي حالت ښه کـېدی شي.
حبيبي وايي: ((راځئ چې په ستراتيژيک ډول خپل قوتونه استعمال کـړو، هغه لارې بندې کـړو چې ترهګـر پرې تګ، راتګ کـوي؛ هلته به يو څه امنيتي ځواکونو ته ضرورت وي او په بندېدو به يې ټول ځواکونه د ارام ساه واخلي.))
د ۲۰۳ تندر قـول اردو قـوماندان بريد جنرال عبدالواسع ميلاد د شپـږ واړه ولايتونو واليانو غوښتنې او وړانديزونه واورېدل او ژمنه يې وکـړه چې په ترسره کـولو کې به يې تر وسه هڅه او کار وکـړي.
login or register a new account.