ژبه

سعودي او امريکا د کابل پر پېښې غمشريکي وکړه

کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦) : دامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ولسمشر اشرف غني سره په يوه ټېلېفوني اړيکه کې د کابل پر پرونۍ پېښې غمشريکي وکړه.

پرون سهار د کابل د لسمې حوزې په مربوطاتو کې د يوه ځانمرګي بريد له امله شاوخوا ٩٠ تنه ووژل شول او تر ٤٦٠ زيات ټپيان شوي وو. په ټپيانو کې ١١ تنه امريکايي وګړي هم شامل دي.

له ارګ څخه  د غبرګولي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته  په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ماښام له ولسمشر غني سره د ټېلېفوني اړيکې تماس له لارې په کابل ښار کې پرونۍ پېښه   تروريستي عمل وباله او هغه يې په سختو ټکو وغندله.

سرچينې زياته کړې، ټرمپ په دغه ټېليفوني اړيکه کې ولسمشر غني او د افغانستان خلکو ته د تسليت او همدردۍ د څرګندولو ترڅنګ وويل، د امريکا متحدايالتونه د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دي. 

دامريکا ولسمشر ترهګر د ټولې متمدنې نړۍ د خلکو دښمنان وبلل او د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو او د ژغورنې ډلې مېړانې او سرښندنې  وستايلې چې د دغې پېښې د ټپيانو مرستې ته يې دانګلي وو.

بلخوا سعودي عربـستان ، قطر او د اسلامي هېوادونو سازمان (اسلامي کانفرانس)  هم د کابل پرونى بريد غندلى دى.

د عربستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى په دې ستر غم کې د افغانستان له دولت او خلکو سره شريک کړي .

دغه راز د سعودي عربستان د شهزاده مرستيال او د کورنيو چارو وزير شهزاده محمد بن نايف بن عبدالعزيز ولسمشر غني ته په يوه ليک پر يادې پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.