ژبه

د حقاني شبکې مشهور قوماندان کاکی وژل شوی

خوست (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٦): د خوست چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان "کاکي وزير" پرون مازديګر د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوموړی د خپل ماين په چاودنه کې له شپـږو نورو وسله والو سره يو ځای وژل شوی دی.

منګل وايي چې کاکي په اصل کې د پاکستان اوسېدونکى و، د حقاني شبکې مشهور قوماندن و، تېر کال د پکـتيا د جاني خېلو ولسوالۍ په سقوط کې يې هم ډېر او فعال رول درلود.

د ده په خبره، دوی د موسی خېلو ولسوالۍ د سقوط پلان هم درلود.

د پکـتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر هم پېښه تاييدوي او وايي چې نوموړی د پکـتيا سيد کـرم ولسوالي ته نږدې د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اړوند د کـوهسين خوله په سيمه کې وژل شوی دی.

د کورنيو چارو وزارت هم د نوموړي وژل کېدل تاييد کړي دي.

له دې وزارت څخه پژواک اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، د جنوب ختیځ زون لپاره د حقاني شبکې مشهور قوماندان کاکی وزیر، د شنبې په شپه د خپلمنځي اختلافاتو له امله له خپلو ۱۰ وسله والو سره یو ځای وژل شوی دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې څه نه دي ويلي.

کاکي شاوخوا څلور کاله وړاندې د خوست- ګـردېز سړک جوړېدو پر مهال هم د ياد شرکـت پر کار کـوونکـو بريد کـړی و او د سړک د ساختماني شرکـت له دېرشو زيات کارکـوونکي او د لويو او وړو موټرو چلوونکي يې وژلي وو.

login or register a new account.