کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۶) : د ملي امنیت شورا دفتر وایي، چې د ولسمشر د ملي امنیت دسلاکار حنیف اتمر له دندې څخه د لرې کولو په اړه دجمعیت اسلامي ګوند غوښتنه سیاسي ده.
د جمعیت اسلامي مشر او دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نن په یوه خبري کانفرانس کې دکابل د وروستیو امنیتي پيښو په غبرګون کې د ملي امنیت دسلاکار حنیف اتمر په ګډون دټولو امنیتي ارګانونو د مشرانو له دندو څخه د لرې کولو غوښتنه وکړه.
خو د ملي امنیت شورا دفتر ویاند او دستراتیژیکو اړیکو رییس قادر شاه وایي، چې حنیف اتمر د ولسمشر او د ملي امنیت دشورا سلاکار دی ، هیڅ ډول اجرایيوي صلاحیت نه لري.
هغه زیاته کړه، چې دکابل ښار د امنیت خوندي ساتلو مسوولیت د نورو امنیتي ارګانونو پورې اړه لري هغوی هم تر ډیره د امنيت په ټینګښت کې هلې ځلې کړې../p>
قادر شاه وایي، له دندې څخه د حنیف اتمر دلرې کولو په اړه د جمعیت اسلامي غوښتنه سیاسي ده اونور دلایل لري.
د نوموړي په وینا، د هیواد پیاوړي او ویاړي امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د هیواد والو دامنیت د ساتلولپاره هلې ځلې کوي.
دیادونې وړ ده، چې دتیرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې خونړۍ چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې ۹۰ تنه ووژل شول او تر ۴۶۰ زیات ټپیان شوي وي، ورپسې په بله ورځ د یادې چاودنې په غبرګون کې د لاریون پر مهال دپولیسو او لاریونوالو ترمنځ په نښته کې هم یوشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، په دریمه ورځ د مشرانو جرګې دمرستیال عالم ازدیار دزوی د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی برید وشو،چې یوځل بیا لسګونو هیوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.