ژبه

امريکا د “کابل پروسې” له کنفرانس او پرېکړو کلک ملاتړ کوي

کابل (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٦): د امریکا متحده ایالات د کابل پروسې له ټولو پرېکړو او له کنفرانس وروسته د تطبیقي پلان له عملي کېدو څخه په کلکه ملاتړ کوي.

دغه څرګندونې د امريکا د ملي امنیت شورا په دفتر کې د سوېلي او مرکزي اسیا د چارو رییسې لیزا کرتس د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د ملي امنيت شورا له دفتره د غبرګولي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر د ځانګړي دستیار مرستیالې او د ملي امنیت شورا په دفتر کې د سوېلي او مرکزي اسیا د چارو رییسې لیزا کرتس سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې کرتس وویل چې د امریکا متحده ایالاتو خلک او حکومت د یوه سخت سیاسي او امنیتي حالت پر مهال د افغانستان د خلکو او دولت تر څنګ ولاړ دي.

هغې د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او ځواکمن کېدو په اړه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړ.

نوموړې زیاته کړه چې د کابل پروسې کنفرانس د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې او د کنفرانس د غړو هېوادونو له خوا د مشترکې ستراتیژۍ جوړېدل د پام وړ نوښت دی.

کرتس وايي: ((د امریکا متحده ایالات د کابل پروسې له ټولو پرېکړو او له کنفرانس وروسته د تطبیقي پلان له عملي کېدو څخه په کلکه ملاتړ کوي.))

دغه امريکايۍ چارواکې هیله څرګنده کړه چې د سیمې هېوادونه به د کابل پروسې په کنفرانس او د کنفرانس د پرېکړې په عملي کولو کې فعاله ونډه واخلي.

د هغې په وينا، د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرامپ ادارې د پالیسۍ د تدوین او بیا کتنې پروسه تکمیل شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې جزئیات اعلان شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د امنیتي تړون په چوکاټ کې د سیمه ییز ثبات، نظامي همکاریو او د سولې له پروسې څخه د ملاتړ د تطبیقي سند د تیارولو او لاسلیکولو په اړه سلا مشورې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکارد امریکا متحده ایالاتو له ملاتړ څخه د مننې تر څنګ د کابل پروسې له راتلونکو برنامو څخه د ډونالډ ټرامپ ادارې ملاتړ مهم وباله.

ټاکل شوې نن د امریکا متحده ایالاتو د حکومت په استازیتوب مېرمن کرتس د کابل پروسې په کنفرانس ګډون وکړي.

login or register a new account.