کابل (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٦): په کابل کې د هندوستان سفير وايي، راکټي بريد به د ترهګرۍ پر وړاندې د دوى د مبارزې روحيه کمزورې نه کړي.
د هند سفير منپريت وهرا دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې نن د غبرګولي په ١٦مه غرمه مهال له نامعلوم لوري توغول شوی راکټ د کابل په مرکزي سيمه کې د هندوستان د سفارت تر څنګ د سفير د کور په احاطه کې ولګېد.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، دغه راکټ د نهمې امنيتي حوزې اړوند په شش درک سيمه د ټينس ميدان تر څنګ لګېدلى دى خو زيان يې نه درلود.
سرچينې دا نه دي ويلي چې د هندوستان د سفارت يا سفير کور ته نږدې لګېدلى دى.
په کابل کې د هندوستان سفير منپريت وهرا چې د دغه راکټي بريد پر مهال د (کابل پروسې) کنفرانس کې و، له هندي رسنيو سره په مرکه کې ويلي، له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې يې د اوسېدو ځاى تر څنګ يو راکټ ولګېد.
هغه (انډين اېکسپرېس) رسنۍ ته ويلي، په دې پېښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى او په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
د هند سفير وايي: ((هندوستان له ترهګرو سره مبارزه کړې او په دې ډول راکټي بريد سره د ترهګرو پر وړاندې به د دوى د مبارزې روحيه کمزورې نه شي.))
دغه بريد په داسې حال کې شوى چې تېره اوونۍ همدې سيمې ته نږدې د زنبق څلورلاري تر څنګ په موټربم چاودنه کې ١٥٠ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.
login or register a new account.