کابل (پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٦) : وسله والو کسانو په تهران کې د ايران پر پارلمان او د خميني پر زيارت ډله ييز او ځانمرګي بريدونه کړي دي.
ايرانيو رسنيو د غبرګولي په ١٧مه، خبر ورکړى چې څو تنو وسله والو نن تر غرمې مخکې د پارلمان پر ودانۍ بريد کړى دى.
راپورونه وايي، په دې بريد کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د وسله والو لخوا ځينې کسان يرغمل هم نيول شوي دي.
بلخوا غربي رسنيو د ايراني سرچينو په حواله خبر ورکړى چې يو تن د خميني په زيارت کې ځانمرګى بريد کړى دى.
د ايران د تسنيم خبري اژانس د راپور له مخې، په دواړو پېښو کې تر اوسه دوه تنه وژل شوي او تر لسو زيات ټپيان دي.
بلخوا ځينې نا تاييد شوي راپورونه وايي چې په تهران کې د موټرو پر يو تم ځاى هم بريد شوى او جګړه روانه ده.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.