کندهار (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۶): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې یو وګړی وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.
پېښه نن غرمه د ولسوالۍ اړوند د سرحد دارۍ په سیمه کې شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه په یوه موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.
هغه زیاته کړه، د چاودېدونکو توکو ډک موټر سایکل د سپین بولدک ولسوالۍ سرحد دارۍ ته څېرمه درول شوی او چې خلک خبرېدل، نو چاودنه یې کړې ده.
د ده په خبره، په دې پېښه کې يو ملکي وګړی وژل شوی، دوه ملکي وګړي او يو سرحدي پولیس په کې ژوبل شوي دي.
ده د ټپیانو روغتیايي حالت ښه وګاڼه.
د دغې پیښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.
login or register a new account.