ګردېز (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٦) : د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې وسله والو پر يوه جومات د روژه ماتي پر مهال بريد کړى او يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د غبرګولي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد پرون ماښام د روژه ماتي پر مهال د ګردېز ښار اړونده د زاهو په سيمه کې شوى دى.
هغه زياته کړه، په دې بريد کې درې لمونځ کوونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
حسرت وايي، وسله وال په يوه سراچه موټر کې يادې سيمې ته ورغلي او له بريده وروسته تښتېدلي دي.
د نوموړي په وينا، په وژل شويو کسانو کې د پکتيا د استېناف څارنوالۍ ځوان څارنوال عبدالله شاه وطنپال هم شامل دى چې په هند کې يې زده کړې کړې وې.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ وايي چې په دې بريدکې درې تنه وژل شوي او ٩ تنه نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه ددې پيښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.