ژبه

ملګري ملتونه په افغانستان کې د يوناما کارونه ارزوي

کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٦) :  د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په سپارښتنه په افغانستان کې د يوناما د کارونو د ارزولو په موخه يو پلاوى کابل ته راغلى دى.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر (يوناما) لخوا د غبرګولي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې موخه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال يان کوبيش نن کابل ته رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې،يان کوبيش تېره مياشت د يوې اوونۍ لپاره په کابل کې و او له ګڼو کورنيو او نړيوالو اړخونو سره يې د يوناما د ماموريت د څرنګوالي په اړه ليدنې کړې وې.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه اوس په دې دويم دوه ورځني سفر کې به د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په ګډون له يو شمېر نورو چارواکو سره تعقيبي ليدنې وکړي.

د يوناما په خبرپاڼه کې زياته شوې، د دغې ستراتيژيکې ارزونې پايلې به د راتلونکې جولاى مياشتې په لومړيو کې د ملګرو ملتونو امنيت  شورا ته وسپارل شي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د روان زېږديز کال په پيل کې د يو پرېکړه ليک په صادرولو، په افغانستان کې د يوناما د ماموريت دندې، لومړيتوبونه او اړوندې سرچينې د ارزولو او د دغې ادارې د ماموريت د ګټو او اغېزمنتيا د جاج اخيستلو غوښتنه کړې وه .

يوناما د ۲۰۰۲ کال په مارچ مياشت کې د افغانستان د دولت له غوښتنې وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۱۴۰۱ پرېکړې په صادرولو سره په افغانستان کې په فعاليت پيل وکړ.

يوناما چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ په توګه فعاليت کوي، د ښې حکومتولۍ، د سولې او پخلاينې، بشري حقونو، د ملکيانو د خونديتوب او سيمه ‌ييزو همکاريو په برخو کې د افغانستان له دولت سره مرسته او ملاتړ  يې کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع