ژبه

ګردېز کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه شوې

ګردېز (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه شوې او دواړه خواوې په کې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ګردېز ښار په شيخانو سيمه کې د پوليسو پر کاروان بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپى دى خو د پوليسو په ځوابي ډزو کې بيا اووه طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

وسله وال طالبان هم ياده جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې ١٣ پوليس وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.

مجاهد وايي چې د جګړې پر مهال يو ټانګ له منځه تللى او نهه ميله وسله هم طالبانو ته په لاس ورغلې ده.

دغه راز د پکتيا د والي وياند سردارولي تبسم پژواک ته وويل چې نن سهار د ګردېز ښار په شېخانو سيمه کې طالبانو د پوليسو پر پوستې ډزې کړې دي.

هغه وايي چې په دې ډزو کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د ښوونځي دوه زده کوونکي ټپيان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.