کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٦) : تر يو څه ځنډ وروسته امريکا يو ځل بيا په پاکستان کې هوايي بريد کړى او د حقاني ډلې يو مهم قوماندان يې وژلى دى.
ځايي رسنيو د امنيتي سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د بې پيلوټه الوتکې دا بريد تېره شپه د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت اړونده دهنګو ولسوالۍ د سپين ټل په سيمه کې شوى دى.
سرچينې زياته کړې، په دې بريد کې د حقاني ډلې يو قوماندان ابوبکر وژل شوى او درې نور کسان ټپيان شوي دي.
راپورونه وايي، د ابوبکر اصلي نوم عمر دى او د افغانستان د خوست ولايت اوسېدونکى و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وروسته له هغه چې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې عمليات ترسره کړل، ابوبکر د حقاني شبکې له ګڼ شمېر نورو کسانو سره هنګو ته تښتېدلى و.
د امريکا لخوا د حقاني شبکې قوماندان په داسې حال کې وژل شوى چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې په کابل کې تر خونړۍ چاودنې وروسته افغان حکومت ددې چاودنې پړه پر حقاني شبکې واچوله.
د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني پرون په يوه غږيز پيغام کې د کابل په وروستۍ چاودنه کې لاس لرل رد کړي وو.
login or register a new account.