ژبه

امر الله صالح د وزیر په توګه له خپلې دندې استعفی ورکړه

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۶) : په امنیتي سکتور کې داصلاحاتو په برخه کې ددولت وزیر او د لوړو امنیتي چارواکو دګومارنې د بورډ مشر امر الله صالح له خپلې دندې څخه استعفی ورکړې ده.

امر الله صالح  دغبرګولي په ۲۳مه، دټولنیزې شبکې فیسبوک پخپله پاڼه کې دولسمشر اشرف غني او اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په نامه خپله استعفی خپله کړې ده.

هغه زیاته کړې : (( دیادو ادارو چارواکي او کاروکوونکو چې په موده کې له ماسره همکاري کړې، زه ترې منندوی یم او هغوی ته په کارونو کې دبریالیتوب دعا کووم.))

دغه راز نوموړي د  ملي یووالي حکومت مشرتابه ته په امنیتي سکتور کې دلا زیاتو اصلاحاتو په برخه کې د بریالیتوب دعا کړې ده.

امر الله صالح ویلي، چې د خپلې استعفی لامل به وروسته په ډاګه کړي.

دیادونې وړ  ده، چې په دې وروستیو کې د جمعیت ګوند کې دننه ځینې ستونزې راولاړې شوې دي او پر اجرایيوی رییس فشار زیات شوی، چې خپل دریځ روښانه کړي.

ویل کیږي، چې دجمعیت ګوند اړونده ځینې نور وزیران به هم نږدې راتلونکي کې استعفی ګانې ورکړي.

login or register a new account.