ژبه

د کابل په موسهي کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوى

کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٦): د ملي امنيت ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې د کابل د موسهي ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو قوماندان وژل شوى دى.

د موسهي ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن سنايي د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملي امنيت په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د پوځي قوماندان ملا نذير ډلې په اړه معلومات ترلاسه کړي وو.

هغه زياته کړه چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو وړمه ورځ د ولسوالۍ د تورې کلا او دم چنارونو په سيمو کې عمليات وکړل، ملا نذير يې له درېيو نورو ملګرو سره وژلى دى.

د سنايي په وينا، ملا نذير د دې ولسوالۍ په ډېرو نا امنيو، ورانکاريو، ترورونو او د عامو خلکو په وژنو کې لاس درلود.

د موسهي امنيه قوماندان وايي چې د هغه وژل به د ولسوالۍ پر امنيت مثبت اغېز وکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

موسهي د کابل سوېل ته له لوګر ولايت سره په ګډه پوله پرته ده.

login or register a new account.

ورته موضوع