ژبه

امریکا د افغانستان د شخړې د  اوږدمهال هواري ارزونه کوي

واشنګټن (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٦): د امريکا د بهرنيو چارو وزیر وايي چې په نوې تګلاره کې د افغانستان د شخړې د اوږودمهال هواري ارزونه کېږي.

ټېلرسن دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د امريکا د کانګرس د غړو يوې غونډې ته د پوښتنو د ځواب پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړه چې د امريکا نوي حکومت د افغانستان په اړه نوې تګلاره کې د دغه هېواد د شخړې د اوږودمهال هواري د لارو چارو په لټه کې دي.

نوموړي ويلي: ((موږ د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې ارزونه پيل کړې ده، په دې اړه مو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم مشورې کړې دي څو د افغان شخړې هواري لپاره اوږودمهال د حل لاره وايستل شي.))

د امريکا د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، د دغه اوږودمهال هواري له مخې به افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو پر خوندي ځالې بدل نه شي.

د هغه په وينا، په دې اړه به د دوى سلا مشورې په راتلونکو څو اوونيو کې بشپړې او ډېر ژر به وروستۍ پرېکړه اعلان شي.

خو ټېلرسن ويلي چې په افغانستان کې حالات سم لوري ته نه دي روان، بايد داسې اقدام وشي چې د نورې خرابۍ مخه ونيول شي.

ده زياته کړې چې اوسمهال دوى د امريکا د پخواني حکومت تګلاره پر مخ بیايي، خو تر دې مخکې چې نوې تګلاره اعلان شي، بايد ځيني جدي اقدامات ترسره شي.

login or register a new account.