واشنګټن (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٦): د امريکا د دفاع وزير وايي چې په افغانستان کې به پخوانۍ تېروتنې بيا تکرار نه کړي څو لامل شي یو وار بیا پر امریکا د برید لپاره وکارول شي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه ورځ مخکې د دفاع وزير جيمز مټيس ته واک ورکړ چې په افغانستان کې د عسکرو د شمېر په هکله پرېکړه وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړې چې د غبرګولي په ٢٤مه د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون له خوا خپره شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((زموږ د قواوو د عملياتو توان به نور هم زيات شي او هلته په افغانستان کې د امريکا د عسکرو موجوديت ته اهميت ورکول د سيمې په هکله زموږ ژمنتيا څرګندوي.))
د امريکا دفاع د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، اوس هم خطر موجود دی او ژمنتيا ته نور هم اړتيا زياته شوې، هغو ترهګرو ډلو ته بايد ماتې ورکړل شي چې امريکا، نورو هېوادونو او د افغانستان خلکو ته خطر پېښوي.
جيمز مټيس ويلي، د بېلګې په توګه داعش ډلې په افغانستان کې فعاليتونه پيل کړي او القاعده او نورې ترهګرې ډلې تر اوسه په افغانستان کې شته دي او طالبان د افغانستان په ډيموکراتيکه توګه منتخب حکومت ته ګواښ پېښوي.
سرچينې زياته کړې، د امريکا حکومت به هغه تېروتنې نه تکراروي چې پخوا ترې شوې او د دې اجازه نه شي ورکولى چې د افغانستان خاوره يو ځل بيا پر امريکا د بريد لپاره وکارول شي.
هغه وايي: ((موږ د دغو ډلو په ماتولو کې تر يو حده بریالي شوي يو، خو زموږ عسکر به هغه وخت دوی ته سخته ماتې ورکړي چې هغوی ته پوره واک ورکړل شي او مرسته ورسره وشي.))
د مټيس په وينا، په واک ورکولو سره به په افغانستان کې د عسکرو په شمېر کې ښايي کوم بدلون را نه شي، بلکې دا به د دفاع وزارت ته زمينه برابره کړي چې خپل ماموريت په ښه توګه ترسره کړي.
د امريکا د دفاع وزارت ويلي چې اصل موخه يې دا ده چې د افغان ځواکونو روزنه، مرسته او ملاتړ او ګډ دښمن ته د ماتې ورکولو لپاره له افغان ځواکونو سره په ګډه مبارزه وشي.
د يادونې ده، مټيس دوه ورځې مخکې د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته ويلي وو چې امريکا د افغانستان په جګړه کې بايلونکې ده.
login or register a new account.