کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۶) :دکابل ښار د شپږمې حوزې اړونده د دشت برچي په سیمه کې پر یوه جومات ځآنمرګی برید شوی دی.
دکورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش دغبرګولي په ۲۵مه به ټولنیزه شبکه ټویټر کې لیکلی،چې دا ترهګریز برید نن ماخوستن په څه نهو بجو د دشت برچي پر سړک دالزهرا پر جومات شوی و.
هغه زیاته کړه، چېې یوه ځانمرګي بریدګر هڅه کوله،. چې جومات ته ننوځي، چې د پولیسو لخوا پيژندل شوی و او هغه دجومات په اشپز خانه کې ځان پتوي او له پولیسو سره له لنډې نښتې وروسته ځانته چاودنه ورکوی.
دانش وایي، چې په دې پيښه کې د دوو پولیسو په ګډون یو شمیر کسان ټپیان شوي دي.
خو عیني شاهدان وایي، چې په دې پيښه کې تر ۱۵ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.