ژبه

ولسمشر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره پر سولې او له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې وکړې

کابل (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٦): ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د افغانستان پر سولې ثبات او د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترز پرون په يوه ناڅاپي يوه ورځني سفر کابل ته راغی.

له ارګه د غبرګولي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ملګرو ملتونو سازمان سکرتر جنرال په کابل کې د وروستيو تروريستي پېښو په اړه د افغانستان دولت او خلکو ته د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل. هغه په افغانستان کې د تروريستي بريدونو د غندلو تر څنګ تروريزم د بشريت ګډ دښمن وباله.

ولسمشر د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان له دولت او خلکو سره د هغه له خواخوږي او غمشريکۍ مننه وکړه. دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د سولې، ثبات، امنيت، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سيمه ييزو او پام وړ موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر د ترهګرۍ او نړیوالو ترهګریزو جنايي سازمانونو خطر ته په اشارې چې د سیمې او نړۍ هېوادونه ګواښي وويل، په افغانستان په ځانګړي ډول کابل کې وروستۍ پېښې د افغانستان د خلکو زغم پای ته رسولی او زموږ خلک ورڅخه ځورېږي.

هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د نماينده ګيو په کړنو کې د اصلاحاتو او موثریت راوستو په خاطر شپږ مياشتې وخت تعین کړ او د هغو پر مثبتو پايلو يې ټينګار وکړ.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي له ولسمشر غني سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بنسټونو تر منځ د زياتې همغږۍ او ځواب ويلو د ايجاد ژمنه وکړه.

دواړو لورو د سولې او ثبات د تامين د لارو په اړه بحث وکړ. ولسمشر غني په دې اړه وویل، د پاکستان له لومړي وزیر سره په وروستۍ کتنه کې موافقه وشوه چې د څلور اړخیزې همغږۍ ناستې (افغانستان، پاکستان، چين او امريکا) څخه په افغانستان کې د سولې د پراختيا په موخه استفاده وشي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترز د هېواد له ولسمشر څخه د معلوماتو وړاندې کولو له امله مننه وکړه وې ویل، ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان له دولت او خلکو سره د دوامدار همکار په توګه پاتې شي او د سولې او ثبات د تامین او همدارنګه حکومتي بنسټونو کې د اصلاحاتو برخه کې د افغانستان د حکومت د برنامو ملاتړ وکړي.

login or register a new account.